د امارتي ادارو او شرکتونو کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سیسټم په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د امارتي ادارو او شرکتونو کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سیسټم په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د چارو ادارې اړوند د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د امارتي ادارو او شرکتونو کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سیسټم په اړه د پوهاوي، ظرفیت لوړونې او عملي زده‌کړې پروګرام نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربیع‌الاول ۱۹مه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د وږي له ۱۱مې سره سمون خوري، ترسره شو.

د پروګرام په پیل کې، د ملي تدارکاتو ریاست د دارالانشاء مرستیال شیخ عبدالرحیم رحیمي د عصري علومو د زده‌کړې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل چې اسلامي امارت ټولو علومو ته ځانګړی ارزښت ورکوي او اسلام هم د عصري علومو پر زده‌کړه او ترلاسه کولو باندې ډېر ټینګار کړی.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د برېښنايي سیسټمونو په زده‌کړه او کارولو سره له شته امکاناتو څخه د غوره او اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.

ورپسې، د برېښنايي تدارکاتو سیسټم مهمې برخې، په ځانګړي ډول د تدارکاتي پلانونو د ترتیب، ثبت، تعدیل او تعقیب څرنګوالی او همدارنګه د قراردادونو ثبت او د پرمختګ د تعقیب بهیر په عملي ډول ګډونوالو ته ور وښودل شو. سربېره پر دې، د برېښنايي تدارکاتو سیسټم تخنیکي ټیم د ګډونوالو پوښتنو ته هم اړوند ځوابونه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د لا پراختیا، پراخې کارونې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د پوهاوي پروګرامونو لړۍ دوامداره وساتي.