د قرغیزستان سفیر د پانګونې اسانتیا واحد له رئیس سره ولیدل
په کابل کې د قرغیزستان سفیر نیازوف میر اسلاف ژوما بېکویچ، د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد له رئیس عطاالله نصیب سره د نوموړي د کار په دفتر کې ولیدل او د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې بحث او خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د قرغیزستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، د انرژۍ د انتقال او پانګونې د ګډو فرصتونو په تړاو معلومات ورکړل او د اقتصادي، ټرانزیټي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د خپل هېواد په استازیتوب ډاډ ورکړ.
دواړو لورو د قرغیزستان د بریښنا تولید پر ظرفیت، افغانستان ته یې د بریښنا پر صادراتو، په قرغیزستان کې د افغان پانګوالو پر وضعیت او په افغانستان کې له ساختماني چارو سره د قرغیزستان د تجربو شریکولو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي بیکویچ وړاندیز وکړ، چې د افغانستان او قرغیزستان د کلنۍ سوداګرۍ پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ د سوداګریز اتصال ناستې ترسره شي.
د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس د قرغیزستان سفیر سره د منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه د جلالتمآب جمهور رئیس لیدلوری شریک او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې د دغه هېواد د لېوالتیا او ښه نیت هرکلی وکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د پانګونې د اسانتیا واحد به په یادو برخو کې د عملي همکاریو په زمینه سازۍ کې لازمې همغږۍ رامنځته کړي.
په ناسته کې ټینګار وشو، چې له شته فرصتونو د ګټې اخېستو لپاره به په کابل کې قرغیزستان سفارت او د افغانستان اسلامي جمهوریت د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ تعقیبي ناستې کوي.