د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د چاپېریال ساتنې سکټور له استازو سره ولیدل
د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د چاپېریال ساتنې سکټور له استازو سره ولیدل
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست او د چاپېریال ساتنې سکټور د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه، د چارو ادارې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښار د چاپېریال وضعیت، چاپېریالي ستونزو او د هغو پر حللارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
نن، سهشنبه، د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربیعالاول څلورمه د ۱۴۰۵هـ.ش کال د زمري ۲۷مه.
دغه غونډه د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست د رئیس په کاري دفتر کې جوړه شوې وه. د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد، په ځانګړي ډول د کابل ښار چاپېریال د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په غونډه کې ګډونوالو هم د چاپېریال ساتنې برخه کې د لومړیتوبونو، د نفوس د زیاتوالي، شنو ساحو، شته ننګونو او چاپېریالي ستونزو د حللارو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د چاپېریال ساتنې د پالیسیو جوړولو په برخه کې یې د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني د ګډونوالو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او پرېکړه یې وکړه چې د سالم چاپېریال رامنځته کولو برخه کې به لومړیتوبونه په پام کې نیول کېږي، منظم پلان به جوړ او عملي کېږي او د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست به د یاد پلان په ترتیب او اړوندو مراحلو په بشپړولو کې لازمه همکاري او همغږي ترسره کوي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.