د چارو ادارې عمومي رئیس: اسلامي امارت د خلکو د هوساینې، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي

د چارو ادارې عمومي رئیس: اسلامي امارت د خلکو د هوساینې، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور د صادراتو ملي ورځې په مناسبت د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د غوره صادروونکو ستاینغونډه کې وویل: اسلامي امارت هڅه کوي چې خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې او د پانګونې، تولید او کارموندنې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي؛ ترڅو هېواد د اقتصادي ودې او ځان‌ بساینې پر لور چټک ګامونه واخلي.


د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۱۴مه / ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۷مه

غونډه کې د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د یو شمېر هېوادونو سفیرانو، دولتي مسؤولینو، د خصوصي سکټور استازو او سوداګرو هم ګډون کړی و.

شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور وویل: افغانانو د تېرو څو لسیزو جګړو او نا امنۍ له امله سختې ستونزې وګاللې او د هېواد ګڼې تولیدي فابریکې او اقتصادي بنسټونه زیانمن شول، چې له امله یې خلک له ناهیلۍ سره مخ وو، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او امنیت له ټینګښت وروسته د خلکو هیلې بېرته راژوندۍ شوې، د پرمختګ لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او هېواد د ځان‌ بساینې پر لور حرکت کړی دی.

د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: نظام، ولس او پانګوال په ګډه هوډ لري چې هېواد اباد، اقتصادي فعالیتونه پیاوړي او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. هغه څرګنده کړه: د پانګونې او کارموندنې برخه کې ورځ تر بلې اسانتیاوې زیاتېږي، چې له امله یې سالم رقابت پیاوړی او د اقتصادي ودې لپاره لا ډېرې ګټورې انګېزې رامنځته کېږي.

غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.