د اريانا افغان هوايي شرکت د تېلو د ستونزې حل کولو په موخه غونډه وشوه
د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د اريانا افغان هوايي شرکت د تېلو او تاسيساتو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
دا غونډه د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا واحد په مشرۍ د جمهور رئيس حقوقي سلاکار،د اريانا افغان هوايي شرکت رئیس، د هوايي چلند ادارې مرستیال او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت استازي په ګډون جوړه شوې وه.
په پېل کې د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس وویل، د تېلو هغه شرکت چې د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکو ته د تېلو د ورکړې قرارداد لري، هغه شرکت په هوایي ډګر کې د تېلو زیرمې نلري خو، د هوایي چلند خپلواکې ادارې خپل تاسیسات ګلوبل فیول کمپنۍ ته ورکړي چې یاده کمپنۍ د دوی الوتکو ته په پرچون ډول تېل نه ورکوي.
د هوایي چلند خپلواکې ادارې مسئول وویل، د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکو د تېلو د ستونزې حل کولو برخه کې یې هڅې کړي خو، د ملي تدارکاتو کمېسیون له دوی سره د تاسیساتو قرارداد چې موده پای ته رسیدلې د بیا داوطلبۍ برخه کې توجه وکړي.
د جمهور رئیس حقوقي سلاکار کبیر خان عیسی خېل د اړوند ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ټینګار ترڅنګ، ډاډ ورکړچې د ستونزې تر دایمي حل کېدو به د تېلو رسونکي شرکتونه د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکو ته تېل ورکوي.
په دغه غونډه کې پریکړه وشو، چې د ستونزې حل په موخه به تعقیبي غونډه ترسره او د اړوند ادارو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته کړي.