د روږدو اشخاصو د درملنې، ساتنې او بېرته روږدي کېدو د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه
د روږدو اشخاصو د درملنې، ساتنې او بېرته روږدي کېدو د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس، مفتي عبدالواحد عثماني، په مشرۍ د کورنیو چارو، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، معارف، ارشاد، حج او اوقافو، کار او ټولنیزو چارو، مالیې، ټرانسپورټ او هوایي چلند او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او همداراز د کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او افغانۍ سرې میاشتې د استازو په ګډون، هېواد کې د روږدو اشخاصو د درملنې، ساتنې او بیا روږدي کېدو د مخنیوي کمېټې د کاري راپور د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه.
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال صفر المظفر لسمه/ ۱۴۰۵هـ.ش کال زمري ۳مه
د غونډې په پیل کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د یادې کمېټې د هڅو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له لوري د ټولنې هغه قشر ته کوم نه چې د تېرې ادارې پر مهال د یوې پروژې په توګه استفاده کېده، د پام وړ خدمتونه وړاندې شوي او د درملنې، رغېدو او عادي ژوند ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره شوې.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو معینیت په مشرۍ د کمېټې استازو د خپلو ورسپارل شویو مسؤولیتونو اړوند معلومات وړاندې کړل. د هغوی په وینا، دا مهال په ټول هېواد کې د روږدو اشخاصو د درملنې لپاره ټولټال ۱۲ روغتیايي مرکزونه فعال شوي چې په کې د روږدو اشخاصو درملنې ترڅنګ دوی ته زدهکړیز پروګرامونه، مسلکي زده کړې، دیني تدریس او نغدي مرستې هم وړاندې کېږي.
په پای کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس، د کمېټې غړو د راپور له اورېدو وروسته، سپارښتنه ورته وکړه چې د مخدره موادو د معینیت په مشرۍ دې ځانګړې ناسته جوړه کړي؛ ترڅو خپلو ورسپارل شویو مسؤولیتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، د روږدو اشخاصو د درملنې برخه کې موجودې ستونزې او حل لارې یې وڅېړي او وروستی راپور یې د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست سره شریک کړي.
ياده غونډه چې د قران کريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير دعا سره پای ته ورسېده.