د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د تخار ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د تخار ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل

د چارو ادارې عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس، مفتي محمد ادریس انوري، د تخار ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د چارو ادارې د غونډو په تالار کې وکتل.

چهارشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق محرم‌الحرام ۲۳مه/۱۴۰۵هـ.ش غبرګولي ۱۷مه.
د غونډې په پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال، نور محمد حیدري وویل چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست دروازې د ټولو خلکو پرمخ پرانیستې دي. نوموړي زیاته کړه؛ یاد ریاست تر اوسه د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره سلګونه غونډې ترسره کړي او د هغوی ستونزو ته یې رسېدنه کړې ده.

له بلې خوا، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس، مفتي محمد ادریس انوري وویل چې د اسلامي امارت موخه د خلکو خدمت او د هغوی د ژوند وضعیت ښه والی دی. هغه زیاته کړه؛ د اسلامي امارت مسؤولین ژمن دي چې د خلکو مادي او معنوي اړتیاوې پوره کړي. نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه پراخ او ګټور پروګرامونه لري چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.

د تخار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له هڅو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د دارالعلومونو زیاتول، د ښوونځیو ودانۍ جوړول، د روغتونونو خدمتونه لوړول، د ژورو څاه‌ګانو کیندل، د سړکونو جوړول، د برېښنا سټېشنونو جوړول، د بانکونو د څانګو پرانیستل، د سړو خونو، پارکونو او ورزشي ډګرونو جوړول خپلې مهمې غوښتنې یادې کړې.

د چارو ادارې عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د تخار ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه به د لازمې رسېدنې په موخه له اړوندو ادارو سره شریک او د حل لپاره به یې جدي هڅې وکړي.

غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.