د  سرمایه‌ ګذارۍ د تسهیل رئیس د حبيب رضایي د روب جوړولو او سوپر کولا فابریکو څخه لیدنه وکړه

د  سرمایه‌ ګذارۍ د تسهیل رئیس د حبيب رضایي د روب جوړولو او سوپر کولا فابریکو څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه‌ ګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د تخنیکي پلاوي په ملتیا باريکاب صنعتي او کرنيزو پارکونو کې د حبيب رضایي د روب د تولید او سوپر کولا فابریکو څخه ليدنه وکړه.

محرم الحرام اوومه/چنګاښ دویمه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه‌ ګذارۍ د تسهیل رئیس د يادو ليدنو پر مهال وويل؛ د اقتصادي ودې لپاره د پانګونې برخو کې اسانتیاوې، امنیت او د پانګوالو باور ډېر مهم دي. د هغه په وینا، د اسلامي امارت مسؤولین هڅه کوي چې د شرعي اصولو په رڼا کې د پانګوالو لپاره ښه چاپېریال رامنځته کړي؛ ترڅو کورني او بهرني سرمایه ګذاران په ډاډه زړه هېواد کې پانګونه وکړي او د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

ورپسې د يادو فابريکو مسؤولینو په خپلو خبرو کې وويل چې تولیدات یې د بازار اړتیاوو ته په کتو معیاري جوړېږي او هڅه کوي چې کورني تولیدات لا پیاوړي او بازار ته په ښه کیفیت وړاندې شي. همداراز یې د فابریکو د راتلونکو پلانونو اړوند هم ياد پلاوي ته معلومات وړاندې کړل چې د تولید د پراختیا لپاره د دوو نورو فازونو جوړول په کې شامل و؛ څو د تولید کچه لوړه او هيوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې د سوپر کولا فابريکه په ورځني ډول ۵۰۰ کارټنه تولید لري چې په کې ۵ ډوله غير الکولي مشروبات شامل دي او همدارنګه حبيب رضایي د روب د تولید فابریکه چې د ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په سرمايه ګذارۍ سره رامنځته شوې ده، په ورځني ډول به ۵۰۰ ټنه روميان په روب بدلوي.