8 غویی 1405
د چارو ادارې لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د غوري سمنټو له فابریکې لیدنه وکړه
د چارو ادارې لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د غوري سمنټو له فابریکې لیدنه وکړه
۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې ۱۱مه/۱۴۰۵هـ.ش غوایي ۸مه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملي پراختیا امارتي شرکت اړوند غوري سمنټو فابریکې له روانو رغنیزو چارو او پرمختګونو څخه لیدنه وکړه او په کور دننه د خود کفایۍ په برخه کې یې د یاد شرکت د مسؤولینو هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده چې د یادې لیدنې پر مهال د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس انجنیر عبدالرحمن عطاش هم حضور درلود چې د یادې فابریکې د راتلوونکو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل چې په وینا یې د سمنټو د تولید زیاتوالی به د هېواد په اقتصادي ودې او کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.