د چارو ادارې لوی رئیس د قوش تېپې کانال چارو څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس د قوش تېپې کانال چارو څخه لیدنه وکړه

یاده لیدنه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د دې ادارې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني، د پروژو چارو انسجام ریاست سرپرست قاري محمد حسین کوثري او د عامه اقتصاد او زېربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن په ملتیا ترسره شوه.

یکشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې لسمه/۱۴۰۵هـ.ش غوایي اوومه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او ورسره مل پلاوي د قوش تېپې کانال له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او په سیمه کې یې د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د روانو چارو له څارونکي تخنیکي ټیم سره هم ولیدل چې په ترڅ کې یې د هغوی ستونزې، وړاندیزونه هم واورېدل او دوی ته یې لازمې سپارښتې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د دې سفر په ترڅ کې به له نورو پروژو څخه هم لیدنې ترسره شي.