6 غویی 1405
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د مزار هوټل سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د مزار هوټل سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه
یاده لیدنه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د یادې ادارې د ملي اقتصاد او زیربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن او د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په ملتیا سره ترسره شوه.
هفته، د ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې اتمه/ ۱۴۰۵ غویي پنځمه.
بلخ ولایت کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او مل پلاوي د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو، امارتي شرکت اړوند د مزار هوټل سوداګریز مرکز څخه لیدنه ترسره کړه.
د چارو ادارې لوی رئیس د یاد سوداګریز مرکز له چارو څخه د لیدنې پر مهال په دې خوښي وښوده، چې د هېواد تجارانو په داخل د هېواد کې په لوړه سطحه پانګونه کړې.
د یادونې وړ ده چې یاد سفر کې به له نورو پروژو څخه هم لیدنه ترسره شي.