د چارو ادارې لوی رئیس د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند او سرپرست معرفي کړ

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند او سرپرست بشیر احمد ته ینج، رسماً د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.
ډاکټر فضلي وویل، ټوله کابینه په متحدانه ډول د جمهوري ریاست د عالي مقام په قیادت خپل کار ته دوام ورکوي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست به له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نیږدې همکار وي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند او سرپرست بشیر احمد ته ینج، د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس له باور څخه په مننې سره وویل، چې موږ ټول د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې غړي یو او واحد هدف ته کار کوو.
نوموړي ژمنه وکړه، چې ور سپارل شوې دنده به د حکومت د یوه مامور په توګه په ټاکلي وخت ترسره کوي. دغه راز یې د وزارت کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د مخکینۍ رهبرۍ د برنامو او پالېسیو مطابق به خپل کار ته دوام ورکوي.