19 وری 1405
د وزیرانو شورا اوولسمه غونډه ترسره شوه
د وزیرانو شورا اوولسمه غونډه ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا اوولسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۱مه/ ۱۴۰۵ هـ. ش د وري په ۱۹مه نېټه تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد په مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د وزیرانو شورا یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.