د چارو ادارې لوی رئیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست معرفي کړ
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست ډاکټر انوارالحق احدي د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپېژنده.
ډاکټر فضلي، د هېواد په مالي سکتور کې د ښاغلي احدي د هڅو له یادونې سره، په نوې دنده کې دوی ته د بریالیتوب هیله وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابینې یو کلیدي وزارت وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د جمهوري ریاست د چارو لوی ریاست به د وزارت له نوماند او سرپرست سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ډاکټر انوارالحق احدي د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس له باور څخه د مننې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د وار د مخه ټاکل شویو پالېسیو له مخې به خپل کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي احدي زیاته کړه، چې موخو ته د رسیدو لپاره باید اداره مسلکي شي او هر ډول بدلون به پکې د منطقي توجیه له مخې راوستل شي.