د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د پلي کېدو په موخه دویمه نوبتي غونډه ترسره شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د پلي کېدو په موخه دویمه نوبتي غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۵۳۹۵/۲۲۰۸) ګڼې حکم چې د سوداګريزو جوازونو د صادرولو د ډيجیټل کولو اړوند ناسته د مربوطه ادارو په ګډون د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه.

پنجشنبه، د شوال المکرم ۱۵مه/ د حمل ۱۳مه.

د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد حکم د تطبیق په موخه د تېرې غونډې په پرېکړو تفصیلي رڼا واچوله.

ورپسې د مربوطه ادارو استازو د ياد حکم د ښه ډول تطبیق په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل او ویې ویل چې باید د ټولو ادارو د جوازونو صادرولو لپاره یو واحد برېښنايې سیسټم جوړ شي؛ ترڅو مراجعینو ته لا اسانتیاوې رامنځته شي.

په پای کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژي رئیس د ګډونوالو د نظرونو له اوریدو وروسته پرېکړه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د جوازونو د صادرېدو لپاره یو واحد انلاین برېښنايي سیسټم جوړ کړي چې هر سکتوري وزارت او اداره په کې خپل ځانګړی ماډیول ولري.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.