په کابل کې د‌ بیهقي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

په کابل کې د‌ بیهقي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد په مشرۍ د مالیې وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او فقیر محمد رحماني شرکت ترمنځ په کابل کې د بیهقي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو په اړه د همغږۍ غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

یکشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق د شوال المکرم ۱۰مه/ د ۱۴۰۵ هـ.ش د وري ۹مه

د غونډې په پیل کې د پانګونې اسانتیا رئیس د اړوندو ادارو استازو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې پروژې پر ارزښت او اهمیت یې خبرې وکړې.

ورپسې د فقیر محمد رحماني شرکت استازو د پروژې اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاد سوداګریز مارکیټ به د کابل ولایت لومړۍ ناحیه کې د دوو پوړونو او ۵۹ هټيو په لرلو سره د ۳۰ میليونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

د غونډې ګډونوالو د یادې پروژې د عملي کېدو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې د پانګونې اسانتیا رئیس د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د پروژې اړوند سندونو د بشپړې څیړنې وروسته دې فقیر محمد رحماني شرکت ته د ودانیزو چارو د پیل اجازه ورکړل شي.

یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل او د خیر دعا سره پای ته ورسېده.