د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګې او ټولنیزو چارو رئیس د خصوصي رسنیو استازو سره لیدنه ترسره کړه
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګې او ټولنیزو چارو رئیس د خصوصي رسنیو استازو سره لیدنه ترسره کړه
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس، مفتي محمد ادریس انوري، د هېواد د یو شمېر خصوصي رسنیو استازو سره وکتل. د دې لیدنې موخه د رسنیو رول په ملي یووالي کې، د ستونزو حل او د همغږۍ برابرول وو.
یکشنبې، د ۱۴۴۷ هـ.ق د رمضان ۲۶مه / د ۱۴۰۴ هـ.ش د حوت ۲۴مه
یاده غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یي وویل چې د فرهنګې او ټولنیزو چارو ریاست له بېلابېلو اقشارو او موسسو سره د ستونزو د حل په موخه لسګونه غونډې ترسره کړې او ستونزو ته يي رسیدنه شوې ده.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس وویل چې د افغانستان اسلامي امارت رسنیو ته ځانګړی ارزښت ورکوي، ځکه چې د پیښو ارزونه د رسنیو په لاس کې ده او رسنۍ د ملت پیغام امارت ته رسوي او د اسلامي امارت لاسته راوړنې ملت ته بیانوي.
د افغانستان د ازادو ژورنالستانو د ټولنې رئیس حجت الله مجددي، وویل چې رسنۍ د اسلامي امارت ترڅنګ په ګډه کار کوي، ژمنې دي او د هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د هغوی ترڅنګ ولاړ دي.
په دې لیدنه کې د هېواد خصوصي رسنیو استازو د خبریالانو او رسنیو ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل چې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګې او ټولنیزو چارو رئیس څخه یې وغوښتل چې رسنیو لازیات ملاتړ وشي.
په پای کې، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګې او ټولنیزو چارو رئیس مفتي محمد ادریس انوري د رسنیو استازو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ورته رسیدنه به وشي او غوښتنې به یې له مسؤولینو سره شریکې کړي.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.