د سیاحتي سیمو د تداخل وظیفوي ختمولو په موخه ناسته ترسره شوه
د سیاحتي سیمو د تداخل وظیفوي ختمولو په موخه ناسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم نمبر (۵۳۰۴) او د اداري کمېسیون د ۲۵ مې غونډې پرېکړې پر اساس جوړه شوې ناسته د ادارو ترمنځ په سیاحتي، مذهبي او تاریخي سیمو کې د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو رئیس، مفتي احسانالله بدر، په مشرۍ ترسره شوه.
دوشنبه، رمضانالمبارک شپږمه/کب څلورمه.
یاده ناسته چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، پکې د کورنیو چارو، ملي دفاع، اطلاعات او کلتور، کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارتونو او افغانتور شرکت استازو، د مطبوعاتو ریاست مرستیال او د فرهنګي او ټولنیزو، اقتصاد ملي او زېربیناو او دفاع او امنیت ریاستونو متخصصینو ګډون کړی وو.
مفتی احسانالله بدر ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د ریاست الوزراء د عالي مقام او د اداري کمېسیون د پرېکړې د پر وخت تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د یادو سیمو د خدمتونو او نظم د ښه کولو لپاره باید عاجل اقدامات وشي او د ادارو تر منځ د وظیفوي تداخل مخه ونیول شي.
وروسته، د اړوندو ادارو استازو خپلې نظریې او د موجوده ستونزو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او په سیاحتي سیمو کې د وظیفوي تداخل ستونزې وڅېړل شوې.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټولې اړوندې ادارې دې د وظیفوي تداخل ستونزې او د سیاحتي، مذهبي او تاریخي سیمو بشپړ لېست په لیکلي ډول د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست ته وړاندې کړي؛ ترڅو له دقیقې څېړنې وروسته د نهایي پرېکړې لپاره اداري کمېسیون ته وړاندې شي.
غونډه چې د قران کریم تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.