د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د اصنافو یو شمېر استازو سره وکتل

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د اصنافو یو شمېر استازو سره وکتل

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مفتي محمد ادریس انوري، د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د اصنافو یو شمېر استازو سره د هغوی د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه وکتل.

دوشنبه، د۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان ۲۸ مه/ ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سلواغې ۲۷ مه.

یاده غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: چې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د کابل ښار له بېلابېلو قشرونو او ټولنیزو بنسټونو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه تر اوسه له ۷۰ څخه زیاتې غونډې ترسره کړي دي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

د قره‌باغ ولسوالۍ د اصنافو استازو په غونډه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل او د منډوي او اریانا مارکېټونو د هټیو د مالیې لوړېدل یې خپلې اساسي ستونزې وبللې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د قره‌باغ ولسوالۍ د اصنافو ستونزې په دقت سره واورېدې او ویې ویل: د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست دروازه تل د خلکو پر مخ پرانیستې ده او هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته په غوره توګه رسېدنه وشي. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزې به د حل په موخه له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعا سره پای ته ورسېده.