د چارو ادارې لوی رئیس: افغانان اوس د يووالي او نېکنيتۍ له لارې خپلې ګټې تامينولی او تېرې ويجاړې جبرانولی شي
د چارو ادارې لوی رئیس: افغانان اوس د يووالي او نېکنيتۍ له لارې خپلې ګټې تامينولی او تېرې ويجاړې جبرانولی شي
غونډه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند رئیسانو، معاونینو او امرینو سره د اداري چارو په اړه ناسته ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: هېواد ته هر وخت ناورینونه، بېثباتۍ او ويجاړوونکې پېښې د نفرت، تعصب او نفاق له امله را دننه شوې دي؛ د دې خاورې رقیبانو هم تل له همدې شيطاني حربې کار اخيستی او د خپلو لاسپوڅو له لارې یې هم د رنګینو فريبنده شعارونو لاندې د تفرقې، عصبيت او ګمراه کوونکو برنامو د تطبیق هڅه کړې ده.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: د لاسته راوړنو په دې رغنده حساس پړاو کې افغان ولس تر بل هر وخت د یووالي، زغم، متقابلې لورینې او ورورولۍ زياتوالي ته زياته اړتيا لري او د. ا.ا.ا هم د اسلامي تعليماتو په رڼا کې ګډو ملي عليا ګټو ته په کتو هڅه کوي چې د ولس ترمنځ د اسلامي ورورولۍ د ټینګښت او ټولنیز نظم او عمومي امن د تأمین په موخه چټک ګامونه واخلي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: هغه کسان چې د شخصي ګټو د خوندي کولو، یا د پردیو د اجنډاوو د پلي کولو په موخه تعصب او نفاق ته لمن وهي، باید دا درک کړي، چې له دې سوري څخه څو ځله چيچل شوي ملت باندې به یې دا ځل زهر بې اثره وي، الحمد الله! افغانان تر بل هر وخت اوس مهال زيات پوه دي، چې د يووالي، ورور ګلوۍ او نېکنيتۍ له لارې خپلې ګټې تامينولی او تېرې ويجاړې جبرانولی شي.
غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.