27 ليندۍ 1404
د پانګونې اسانتیا رئیس د ساختماني جوازونو د صدور واحد خدماتي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه
د پانګونې اسانتیا رئیس د ساختماني جوازونو د صدور واحد خدماتي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه
چهارشنبه، جماديالاخر ۲۶مه/ لېندۍ ۲۶مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد د ساختماني جوازونو د صدور واحد خدماتي مرکز څخه چې د کابل ښاروالۍ په چوکاټ کې د امارتي ځمکو د وېش او پلورلو قانون د ۲۴مې مادې، دویمې فقرې پر بنسټ تأسیس شوی دی، لیدنه ترسره کړه.
یاد مرکز چې موخه یې پانګوالو او هېواوالو ته پر وخت د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کول، عامه اطلاع رسونې، د کړنو د وخت راکمولو، د اداري فساد کموالي، په ورځنیو چارو کې د څارنې سیسټم ښه والي او د خلکو د رضایت موندنې لپاره رامنځته شوی؛ په تأسیس سره یې د ودانیزو جوازونو د صادرولو او نقشو د تصویب بهیر کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.