4 ليندۍ 1404
د پروژو چارو انسجام ریاست له لوري د پروژو اړوند پرېزنټېشن وړاندې شو
د پروژو چارو انسجام ریاست له لوري د پروژو اړوند پرېزنټېشن وړاندې شو
د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي سیدحسن شاهاغا په مشرۍ د پروژو چارو انسجام ریاست له لوري د پروژو په اړه پرېزنټېشن د یاد ریاست د غونډو په تالار کې وړاندې شو.
سهشنبه، جماديالاخر ۴مه/ لیندۍ ۴مه.
د غونډې پیل کې د پروژو چارو انسجام رئیس مولوي عمار زمرک یاسر د جوړ شوي پرېزنټېشن له لارې لویې او وړې پروژې ګډونوالو ته تشریح کړې. همداراز یې د لویو او وړو پروژو تکمیل، نیمه کاره او د پروژو د نه تطبیق او دې برخه کې شته ستونزې په ډاګه کړې.
یاده غونډه چې د قرانکریم تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.