د امارت چارو انسجام مرستیال هېواد کې د کسبګرو خونې له رئیس سره وکتل
د امارت چارو انسجام مرستیال هېواد کې د کسبګرو خونې له رئیس سره وکتل
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیفالدین تائب، په هېواد کې د کسبګرو خونې له رئیس حاجي شیرین اغا سخي سره د دې خونې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د کسبګرو خونې رئیس د خپلې خونې فعالیتونه او لاسته راوړنې تشریح کړل او شته ستونزې یې په تفصیل سره روښانه کړې. نوموړي همدارنګه هغه امتیازات هم یاد کړل چې د اسلامي امارت له لوري دې خونې ته ورکړل شوي دي او د هغوی مننه یې وکړه.
د امارت چارو انسجام مرستیال په هېواد کې د کسبګرو خونې د مسؤول ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه چې د خونې ستونزې به له بېلابېلو لارو تعقیب او د حل مناسبې لارې چارې به ورته ولټوي.
په پای کې ښاغلي تائب ټینګار وکړ چې د خونې مسؤولین باید د مسلکي صنعت د ودې لپاره، په ځانګړي ډول د لاسي صنایعو په برخه کې، لا زیاتې هڅې وکړي؛ ځکه دا برخه د بازار د پراختیا او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري.