مولوي سیفالدین تائب د سوداګرۍ خونې له مسؤولینو او پانګهوالو سره وکتل
مولوي سیفالدین تائب د سوداګرۍ خونې له مسؤولینو او پانګهوالو سره وکتل
چهارشنبه، جماديالأولی ۲۸مه/لړم ۲۸مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیفالدین تائب، کابل کې د امام ابوحنیفه نړيوال نندارتون څخه د کتنې پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي، د سوداګرۍ خونې له مسؤولینو، د ایران او افغانستان له ګډو سوداګریزو خونو او یو شمېر پانګهوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د امارت چارو انسجام مرستیال د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د کتنې ترڅنګ د پانګهوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل، د هغوی ملاتړ یې د اسلامي امارت اساسي مسؤولیت وباله او له خصوصي سکټور سره یې په ټولو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
همداراز، مولوي سیفالدین تائب د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ ښې اړیکې وستایلې او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي همکاریو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه؛ ترڅو د لا زیاتو اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شي.
پانګهوالو هم په هېواد کې د پانګونې لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او په نندارتون کې یې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال له ګډون څخه مننه وکړه.