یو باب اپارتمان د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار پنځلسمه ناحیه، قصبې، خواجه رواش، دېرشم زون - ۲۴بلاک اړوند سیمه کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې خپل اصلي مالک ته وسپارلو.

شنبه، جمادي‌الأولی ۱۷مه/ لړم ۱۷مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د اپارتمان سپارلو پر مهال وویل؛ یاد اپارتمان درې کاله وړاندې د دوی لخوا د غصب مخنیوي، شته مالونو ساتنې او خوندیتوب په موخه مهرلاک شوی و، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته اصلي مالک ته تسلیم شو.

عبدالقیوم حمیدي د حمیدالله زوی د پروان ولایت اوسېدونکی او د یاد اپارتمان اصلي مالک د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.