د هدایتونو، تعهداتو، اوامرو او حکمونو د تعقیب ریاست پېژندنه

د تعقیب ریاست:
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د دفتر ریاست تر چتر لاندې د تعقیب ریاست؛ د ریاست الوزراء محترم مقام او د هغوی معاون صاحبانو د حکمونو، هدایتونو او اوامرو د تعقیب او تطبیق په موخه رامنځته شوی. یاد ریاست د خپلو ورسپارل شویو چارو د سرته رسولو لپاره پخپل تشکیلاتي جوړښت کې یو معاونیت او یو اجرائیه مدیریت لري.
د اړوند ریاست لید لوری:
لیدلوری :
د هدایتونو، تعهداتو، اوامرو او حکمونو د تعقیب ریاست د امارتي ادارو او وزارتونو د چارو د تنظیم او خلکو ته په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، امنیتي او... برخو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ریاست الوزراء محترم مقام او د هغوی د محترمو مرستیالانو هدایتونه، حکمونه او اوامر پروخت د تطبیق په موخه تعقیبوي.
د اړوند ریاست ماموریت:
ماموریت:
د هدایتونو، تعهداتو، اوامرو او حکمونو د تعقیب ریاست د ریاست الوزراء محترم مقام او د هغوی د محترمو مرستیالانو هدایتونه، حکمونه او اوامر د تطبیق په موخه له اړوندو امارتي ادارو او وزارتونو سره تعقیب او پيګیري کوي تر څو يې له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه شي او د تطبیق ګزارش يې د ریاست الوزراء محترم مقام او د هغوی محترمو مرستیالانو ته وړاندې کوي او د دې تر څنګ د یو ارتباطي پل په توګه د ریاست الوزراء محترم مقام او د هغوی د مرستیالانو د هدایتونو، اوامرو او حکمونو د تطبیق لپاره د اړوندو امارتي ادارو او وزارتونو ترمنځ همغږي رامنځته کوي.
د اړوند ریاست برخې مهمې دندې:
د هدایتونو، تعهداتو، اوامرو او حکمونو د تعقیب ریاست ریاست مهمې دندې
د اړوند ریاست مهمې دندې:
1: د هدایتونو ترلاسه کول، تنظیمول، ثبتول، صادرول او ابلاغول.
2: اړوندو وزارتونو ته د ریاست الوزراء محترم مقام او د هغوی د معاون صاحبانو د تعهدونو، امرونو، هدایتونو او حکمونو لېږل او اړوند امارتي ادارو او وزارتونو سره يې د ټاکل شوي ارتباطي شخص له لارې تعقیبول، د پایلو پر بنسټ د اجرااتو څخه ډاډ ترلاسه کول او له تحقق څخه یې پر وخت راپور وړاندې کول.
3: د ریاست الوزراء محترم مقام د حکمونو، هدایتونو او اوامرو اړوند د بیلابیلو مسؤلو مراجعو اسنادو کارپوهنه او په اړه یې یادداښت وړاندې کول.
4: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر او د ریاست الوزراء محترم مقام لپاره د تصمیم نیولو په موخه د امارتي ادارو او وزارتونو سره په ګډه د اسانتیاوو رامنځته کول.
5: د امرونو، هدایتونو او حکمونو د تحقق په موخه د وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول.
6: د اجرااتو پر وخت ترسره کولو په موخه له وزارتونو او ادارو سره اړیکې او همغږي ساتل.
7: په دوامداره توګه په امرونو، هدایتونو او حکمونو کې د شاملو دندو له تحقق څخه د رياست الوزرا مقام ته راپور وړاندې کول.
8: د هدایتونو او حکمونو پر وخت اجراء کولو په موخه د تطبیقي پلان جوړول.
9: پر وخت د هدایتونو او حکمونو د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډو جوړول.
10: د حکمونو، هدایتونو او اوامرو د تطبیق ربعوار او کلنی ګزارش د ریاست الوزراء محترم مقام سره په دوامداره توګه شریکول.