مولوي سيف‌الدين تائب کابل کې د قرغېزستان جمهوريت له سفير سره وکتل

مولوي سيف‌الدين تائب کابل کې د قرغېزستان جمهوريت له سفير سره وکتل


۱۴۴۷هـ.ق، ربیع‌الاخر ۲۵مه/ ۱۴۰۴هـ.ش، تلې ۲۶مه.

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سيف‌الدين تائب د قرغېزستان جمهوريت له سفير توردکام سيدکوف (Turdkum Saydykov) سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او دوه اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا په موخه د قرغېزستان متخصصينو له لوري د روزنيزو پروګرامونو د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې؛ ترڅو ورسره د ملکي خدمتونو ادارو د کارکوونکو وړتيا لوړه شي.

ياده ناسته د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې ترسره شوه. چې په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس قاري وفي‌الله وفا، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ رئیس حافظ اسدالله هارون او د بهرنيو چارو وزارت استازي ګډون درلود.

مولوي سيف‌الدين تائب د قرغېزستان دولت له بشري مرستو او د لوړو زده کړو په برخه کې د هغوی له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دغو همکاريو د لا پراخېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه؛ افغانستان اغېزناکو روزنيزو پروګرامونو ته اړتيا لري؛ ترڅو د ملکي خدمتونو کارکوونکو ظرفيت لوړ شي او د سيمې هېوادونه، په ځانګړي ډول د قرغېزستان جمهوريت، کولای شي د ملکي خدمتونو د نظام په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.

له بلې خوا، قاري وفي‌الله وفا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس، د یادې ادارې د کاري ساحې د تشريح ترڅنګ، د روزنيزو پروګرامونو پر ترسره کولو ټينګار وکړ؛ څو د ملکي خدمتونو کارکوونکو اړتیاوې پوره شي.

توردکام سيدکوف، د قرغېزستان جمهوریت سفير، په خپلو څرګندونو کې وویل چې د اوس مهال لپاره به د ملکي خدمتونو ادارو د مسلکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو پروګرامونه د انلاين برنامې له لارې پيل کړي او زياته يې کړه چې ډېر ژر به يو شمېر قرغېزي متخصصين د اړينو برخو د روزنې لپاره افغانستان ته واستول شي.

په پای کې، د دوامدارو اړيکو او ګډو پروګرامونو د تنظيم پر اړتیا ټينګار وشو او د یاد هېواد سفير د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه.

دغه ناسته چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه؛ د خیر دعا سره پای ته ورسېده.