ستره محکمه
- اساسي معلومات: (قوانین، طرزالعملونه، مقررې)
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د خپلو اساسي مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو په موخه بېلا بېل قوانین، طرزالعملونه او مقررات جوړ کړي دي، چې له دې ډلې یې د محاکمو حقوقي او اداري اصولنامې، د نشهيي توکو د مخنیوي طرزالعمل او د جعلکارۍ طرزالعل نهايي او د سترې محکمې د واک او تشکیل قانون، د جزائي قضیو د سزاګانو طرزالعمل، اداري او حقوقي اصولنامې لا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) لخوا نه دي توشېح شوي، بناءً یې موږ د نشر لپاره تاسو ته نشو استولی.
- خدماتي معلومات: (فورمې، د اجراآتو طی مراحل او ادرسونه):
د سترې محکمې اړوند مرافعه او ابتدائیه محاکم، د وثایقو د اجرأ لپاره مشخص فورمونه لري چې موږ به یې لاندې برخه کې هر یو له تاسو سره شریک کړو.
- نکاح خط: فورم یې په جلا بڼه تاسو ته لېږل شوی دی.
- زوجیت خط؛
- مجرد خط؛
- قرابت خط؛
- او داسې نور وثایق.
د اجراآتو مراحل:
- محاکمو ته د دوسیو سپارل او طی مراحل: د طی مراحلو معلومات د همدغه فورم په (۲مه) صفحه کې موجود دي.
- محاکمو ته د عرایضو سپارل او طی مراحل: د طی مراحلو معلومات د همدغه فورم په (۲مه) صفحه کې موجود دي.
- د وثایقو اخیستو لپاره عرایض او طی مراحل: دغه طی مراحل جوړ شوي، خو تر اوسه د سترې محکمې د عالي مقام لخوا تائید نه دي.
ادرسونه:
- ستره محکمه (کابل ښار، عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه ستره محکمه)؛
- مرافعه محاکم (د هر ولایت په مرکز کې موقعیت لري.)؛
- د ولسوالیو ابتدائیه محاکم (د هرې ولسوالۍ په مرکز کې موقعیت لري.)؛
- اصول، قوانین او حقوقي اسناد:
- اداري اصولنامه؛
- حقوقي اصولنامه؛
- د نشهيي توکو او مسکراتو د مخنیوي طرزالعمل؛ (هارډ او سافټ بڼه مو یې تاسو ته لېږلې ده.)
- د جعلکارۍ د مخنیوي طرزالعمل؛ (هارډ او سافټ بڼه مو یې تاسو ته لېږلې ده.)
پورته موارد نهايي دي؛ خو تر اوسه د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا نه دي تائید شوي؛ بناءً یې في ډي اف نشو درسره شریکولای.
- د سیمې اوسېدونکي ته د ارائیې وړ خدمات:
- د حقوقي او جزائي دوسیو حل او فصل:
مراحل:
- عارض خپله عریضه اړوند محکمې یا د حقوقو ادارې ته سپاري.
- اړوند محکمه یې عریضه ګوري، که په شرایطو برابره وه عریضه یې تسلیم او نوبت ته ږدي.
- کله چې د عریضې نوبت راورسېږي، د محکمې قضائي غړي عریضه په بشپړ غور او دقت مطالعه کوي.
- وروسته د دعوی دواړه لوري (مدعي او مدعی علیه) را غواړي او لازم معلومات ترې اخلي.
- که موضوع پېچېده او ډېرو معلوماتو ته اړتیا وي، د محکمې قضائي غړي مدعي ته د صورت دعوی د جوړولو هدایت کېږي.
- وروسته مدعی علیه دفع دعوا جوړوي.
- د محاکمو قضائي غړي صورت دعوی او دفع دعوا ګوري که نورو معلوماتو لکه شاهدانو او ... ته اړتیا نه وي دوسیه فیصله کوي.
- د قضیې ښکېل لوري راوغواړي او د ټولو په حضور کې فیصله ابلاغ کېږي.
- ورپسې حقوقي دوسیې د تطبیق په موخه د حقوقو اړوند ادارې ته لېږل کېږي او د هغوی لخوا تطبیق کېږي.
یادونه: که د دوسیې کوم لوری د ابتدائیه محکمې په پرېکړه راضي نه وي، کولای شي تر ۷۰ ورځو مرافعه غوښتنه وکړي، دغه راز که د مرافعه محکمې په پرېکړه رضایت ونه لري تر (۱۵) ورځو د تمیز محکمې غوښتنه کولای شي.
- د بېلا بېلو وثایقو اجراء:
- د شرعي قبالې اجرا.
- د نکاح خط اجرا.
- د زوجیت خط اجرا.
- د مجرد خط اجرا.
- د قرابت خط اجرا.
- او داسې نور بېلا بېل وثایق چې اړوند استعلامونه او فورمونه یې په سافټ او هارډ بڼه تاسو ته لېږل شوي دي.
- د محاکمو د پرېکړو تطبیق:
معمولاً حقوقي دوسیې د سترې محکمې اړوند حقوقو عمومي ریاست او د هغوی ماتحت ریاستونو، آمریتونو او مدیریتونو ته راجع کېږي او په لاندې ډول طی مراحل کېږي:
- د حقوقو عمومي ریاست اړوند ادارې د حقوقي قضیو اړوند عرایض اخلي.
- د قیضې ښکېل لري سولې ته تشویقوي.
- که د قضیې ښکېل لوري په سوله راضي وو، نو مصلحینو ته ځي او خپل مشکل د هغوی له لارې حل کوي.
- کله چې مصلحین پرېکړه وکړي او د قضیې لوري پرې قناعت ولري، دغه پرېکړه د حقوقو اړوند ادارې لخوا کتل کېږي، که شرعي مشکل ونه لري نو تائید او تطبیق کېږي.
- که د قضیې ښکېل لوري سوله نه غواړي، په دې صورت کې یې دوسیه د حقوقو ادارې لخوا ترتیب او اړوند محکمې ته د پرېکړې لپاره راجع کېږي.
- محکمه یې په اړه پرېکړه کوي او د تطبیق په موخه یې بېرته اړوند حقوقو ادارې ته لېږي.
- د حقوقو اړوند اداره د محکمې پرېکړه تطبیقوي.
- د شکایت د ثبت بهیر:
که د دوسیې کوم لوری د محاکمو د قضائي یا اداري غړو له اجراآتو راضي نه وي او شکایت لري، کولای شي مافوق محکمې ته خپل شکایت په لیکلې بڼه وړاندې کړي.
دغه راز په یو شمېر مواردو کې د دوسیو جانبین د سترې محکمې د عالي مقام لخوا د اقتضائي تفتیش غوښتنه هم کولای شي، معمولاً د سترې محکمې عالي مقام د اقتضائي تفتیش موضوعات د قضائي تفتیش عمومي ریاست ته راجع او د هغوی لخوا د اصولو مطابق موضوع څېړل کېږي.
- د اړیکو شمېرې او نورو معلومات:
اړیکې شمېرې: ۰۲۰۲۳۰۰۳۶۱ ــــ ۰۲۰۲۳۰۲۲۶۳ د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست
- د سترې محکمې ادرس: د کابل ښار ـــ عامې روغتیا څلورلارې ته نږدې موقعیت لري.
- نمایندګۍ : په هر ولایت کې مرافعه او ښاري ابتدائیه او هره ولسوالۍ کې ابتدائیه محکمه د سترې محکمې نمایندګۍ دي.
- ستره محکمه او ماتحت محاکم انلاین پورټ نه لري.
- خبرونه او خبرتیاوې:
د سترې محکمې اړوند خبرونه او خبرتیاوې زموږ په لاندې رسمي ادرسونو د لاس رسي وړ دي:
- ویب سایټ: https://www.supremecourt.gov.af/ps
- ټویټر: https://x.com/SupremeCourt_af?t=ci54W4AZhkavpvEKViObhg&s=09
- یوټیوب: https://www.youtube.com/channel/UC5MnpdQd1GiNY5AOkfcjF7w
- فېسبوک: https://www.facebook.com/share/1BykBUKWgZ/
- تلګرام چینل: https://t.me/muhkama
- واټس اپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaCiU6YDDmFVGOFWjr2A
- د شکایتونو برخه:
- ستره محکمه او ماتحت محاکم د شکایتونو اورېدو لپاره مشخصه شمېره نه لري؛ بلکې که څوک د محاکمو له فعالیتونو شکایت لري کولای شي مافوق محکمې یا د قضائي تفتیش عمومي ریاست ته په لیکلې بڼه عارض او خپل شکایت له اسنادو سره یو ځای وسپاري.
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې مهمې دندې
د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په ټوله کې دوې مهمې دندې ترسره کوي:
- قضائي دندې:
ستره محکمه په قضائي برخه کې د قانون د حکمونو سره سم د محکمو په قطعي او وروستیو حکمونو باندې د بیا کتنې، د مؤجه دلایلو د موجودیت په صورت کې د قانون له حکمونو سره سم له یوې محکمې څخه بلې محکمې ته د قضیې د رسېدنې د واک تفویض، د قانون له حکمونو سره سم د بهرني دولت ته په جرم د شکمن یا تورن د استرداد په هکله تصمیم نیولو، د قانون او د قضاء په چارو پورې د نورو اړوندو قوانینو د تعدیل وړاندیز د مشرتابه محترم عالي مقام ته، د قانون د سالم تطبیق او د قضائي رویې د وحدت د تأمین په موخه د استهداګانو بررسي او محکمو ته د توضېحاتو وړاندیز کول، د قانون له حکمونو سره سم د مقررو، کړنلارو، لایحو، لارښودونو او تعلیمات نامو تصویب، د جرم د ارتکاب په صورت کې له دندې څخه د قاضي تادیب یا لرې کول، د دندې له اجراء کولو څخه په را پیدا شوو جرمونو کې د قاضي محاکمه، په قضائي چارو کې د پلټنې او تدقیق او مطالعاتو د پایلو بررسي او د نواقصو د لرې کولو په منظور د تدبیرونو نیول، د قضائي تجربو توحید او یو شمېر نورې مهمې دندې پر غاړه لري.
- اداري دندې:
د سترې محکمې د تشکیل او بودیجې ترتیب او بررسي، د قضائي انسلاک د تصویب وړاندیز او د هغه سلبول، د قانون له حکمونو سره سم د قاضیانو د تقرر، بدلون، ترفېع، د استعفاء د منلو، تقاعد، د تقاعد د لرې کولو او نورو ذاتي چارو د وړاندیز تصویب، د محاکمو د فعالیتونو د ترسره کولو په منظور د لازمو اسانتیاوو برابرول، د سترې محکمې د قاضیانو او نورو منسوبینو د حقوقي پوهې د کچې لوړلو په منظور د قضائي زده کړو د امکاناتو د برابرولو لپاره د لازمو تدبیرونو نیول او د کلنۍ احصایې د راپور او د محکمو د فعالیتونو د راپور بررسي، د محاکمو له فعالیتونو د هېوادوالو خبرول او د قضائي منسوبینو د ظرفیت لوړنې او استفادې په موخه د بېلا بېلو چاپي خپرونو وړاندې کول د سترې محکمې مهمې اداري دندې دي.