یو باب کور د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب کور د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب کور د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند، تایمني سیمه کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې خپل اصلي مالک تسلیم کړ.
یکشنبه، ربیع الاول ۲۱مه/وږي ۲۳مه.
مولوي لعل محمد برهاني، د دې ریاست یو تن مسؤول وویل؛ له درې کلونو راهیسې یاد کور کې یو غیر مسؤول شخص ژوند کاوه، چې د اسنادو تر څېړنې او د ملکیت تر تثبیت وروسته، د امنیتي مسؤولینو او د سیمې د وکیل په مرسته یاد کور اصلي مالک ته وسپارل شو.
محمد اکرم د محمدحسن زوی د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکی او د کور مالک د مننې او خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه؛ زما په کور کې یو غیر مسؤول شخص اوسېده، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست ته مې عریضه وکړه چې د یاد ریاست او امنیتي مسؤولینو په مرسته خپل کور راته بېرته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.