یو باب کور په ۱۵ ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب کور په ۱۵ ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب کور د کابل ښار ۱۵ ناحیې اړوند، ګلوبل شهرک کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې د اصلي مالک استازي ته تسلیم شو.

یکشنبه، ربیع الاول ۱۴مه/وږي ۱۶مه.
مولوي لعل محمد برهاني، د دې ریاست یو تن مسؤول وویل؛ کابو د څلورو کلونو په اوږدو کې په دې کور کې یو غیر مسؤول شخص ژوند کاوه، چې د اسنادو تر څیړنې او د ملکیت تر تثبیت وروسته، د امنیتي مسؤولینو او د ساحې د وکیل په مرسته یاد کور د اصلي مالک شرعي استازي ته تسلیم شو.

هشام سلطاني د اصلي مالک معصوم ترین د عبدالمنان زوی په استازیتوب د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له مسؤولینو د مننې ترڅنګ وویل؛ یو غیر مسؤول شخص یاد کور غصب کړی و؛ خو د چارو ادارې لوی ریاست او امنیتي مسؤولینو په مرسته بیرته موږ ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.