د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو سره نغدي مرسته وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو سره نغدي مرسته وشوه

ربیع‌الاول ۱۳مه / وږي ۱۵مه.

د چارو ادارې لوی ریاست د مسؤولینو او کارکوونکو له لوري ترتيب شوې نغدي مرسته د نښتر د پښتورګو د درملنې په ملي روغتون کې د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو ټپیانو ته ووېشل شوه.

دغه مرسته د قاري عبدالمتین رحیمزي، د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست د عملياتي چارو رئيس، په مشرۍ د یو ګډ پلاوي په حضور کې چې د مطبوعاتو او مالي ریاست مسؤولین پکې شامل و، ترسره شوه.

قاري عبدالمتین رحیمزي د یادې مرستې د توزیع پر مهال وویل: د افغانستان اسلامي امارت مسؤولین د ولس له منځه راپورته شوي دي او د ولس درد او غم د خپل ځان درد او غم ګڼي.

هغه د ختیځو ولایتونو د زلزلې پېښه یوه خواشینوونکې پيښه یاده کړه چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت مسؤولین به په خپل ټول توان او امکاناتو د ولس خدمت ته دوام ورکوي.

پای کې په یاد روغتون کې د زلزلې هر ټپي ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او ژمنه وشوه چې ورته نورې مرستې به هم ور سره وشي.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د چارو ادارې لوی ریاست د هیومن اپیل نړیوالې خیریه او پراختیایي مؤسسې په مالي ملاتړ د کونړ ولایت د ديوه‌ګل دره کې هره ورځ ۵۰۰ زلزله‌ځپلو ته پاخه خواړه او همداراز د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې په مالي ملاتړ ۱۵۰ کورنیو ته ۱۰ قلمه خوراکي او غېرخوراکي توکي ووېشل شوه.