د شاتوت (للندر) بند جوړولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

د شاتوت (للندر) بند جوړولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د اوبو او انرژۍ وزارت په استازیتوب، ټولو داخلي او نړیوالو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي چې د شرطنامې سافټ کاپي له تخنیکي اسنادو سره یو ځای د لاندې وېب‌پاڼو له لارې ترلاسه کړي:

د ملي تدارکاتو ریاست وېب‌پاڼه:
https://tenders.ageops.af/en/bid-opportunities-notices

د اوبو او انرژۍ وزارت وېب‌پاڼه:
https://mew.gov.af/en/all-tenders

یا له دې‌جي‌مارکیټ وېب‌پاڼې:
https://www.dgmarket.com/

افرونه باید د شرطنامې له شرایطو سره سم، په سرتړلي شکل د اعلان له نېټې څخه تر ۱۴۰۴ کال تلې میاشتې ۱۶ نېټې (چې د ۲۰۲۵م د اکتوبر له ۸مې سره سمون لري) د سهار تر ۱۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپارل شي.

د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2323

تدارکاتي کړنلاره: نړیواله پرانیستې داوطلبي (ICB)

د اړیکو شمېره: 0202143274

د افر پرانېستې غونډه: د ۱۴۰۴ کال د تلې ۱۶مه (۲۰۲۵/۱۰/۰۸)، سهار په ۱۰:۰۰ بجو.

له داوطلبۍ څخه مخکې ناسته: دا غونډه به د ۱۴۰۴ د تلې په ۲مه (۲۰۲۵/۰۹/۲۴) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو هم حضوري او هم انلاین ترسره شي.

پته: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ترڅنګ، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان

یادونه: ناوخته یا انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.