د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوی وزیر رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوی وزیر رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ
د لغمان ولایت پخوانی والي شیخ شیراحمد حقاني د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوی ټاکل شوی وزیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً معرفي شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور نوي وزیر شیخ شیراحمد حقاني او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ اسلامي نظام د دندو د سپارلو بهیر کې د تقوا، عدالت او وړتیا معیارونه بنسټیز ګڼي. مسؤولین نه یوازې د یوې دندې پر مخ وړونکي دي، بلکې د یو ستر امانت ساتونکي هم دي او اړ دي چې دغه امانت په اخلاص او ښه مدیریت سره پرمخ یوسي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: د امیر له لارښوونې سره سم، د ټولو اړوندو مسؤولینو ټاکنې د وړتیا، تجربې او د باور پر اساس ترسره کېږي. په ټاکل شوي ساختار کې راغلو مسؤولینو د ولس اعتماد ترلاسه کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې پای کې د چارو ادارې لوی رئیس د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ملا خیرالله خیرخوا ترسره کړي فعالیتونه وستایل او نوي وزیر ته یې په چارو کې د کامیابۍ غوښتنه وکړه.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.