شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د افغان سوداګریز ښارګوټي د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د افغان سوداګریز ښارګوټي د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ
له بهرنیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو سوداګرو لپاره د پلچرخي سیمي اړوند په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په بدل کې د افغان سوداګریز ښارګوټي پرانیستې مراسم ترسره شول.
دا غونډه نن سه شنبه (صفر المظفر ۱۱مه زمري ۱۴مه) افغان سوداګریز ښارګوټي کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: هغه هېوادوال چې د اشغال پر مهال بهرنیو هېوادونو ته تللي وو، اوس بېرته خپل هېواد ته راستنېږي؛ ترڅو پانګونه وکړي، ځان او هېوادوالو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي، دا د هېواد لپاره د خوشحالۍ او پرمختګ یوه مهمه مرحله ده.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ بهرنیو هېوادونو څخه د افغانانو بېرته راګرځېدل د دې ښکارندويي کوي چې اوس هېواد کې د امن فضا حاکمه ده، پانګوالو ته لازم فرصتونه برابر شوي او افغانستان ورځ تر بلې د پرمختګ پر لور روان دی.
نوموړي وویل: په هېواد کې اوسنی امنیت د افغان ملت د قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې د اسلامي نظام ترڅنګ الله تعالی د امنیت فضا هم حاکمه کړې ده.
دا غونډه د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.