د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د غزني ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د غزني ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د غزني ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دوشنبه، صفرالمظفر۱۰مه/ زمري ۱۳مه.
د غونډې پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نورمحمد حیدري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر بنسټ د چارو ادارې لوی ریاست دروازه د ټولو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده او په همدې مناسبت یاد ریاست له دوه سوه څخه زیاتې ناستې د هېواد د مختلفو قومونو او ټولنو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ترسره کړي.

راغلو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو په هېواد کې له شته امن څخه د خوښۍ ترڅنګ د معیاري ښوونځیو کمبود، سړک، کلینیک، د اوبو بندونو، د کار او کاري فرصتونو نشتون، پلچکونو او د کورونو د کرایې لوړوالی له خپلو بنسټیزو ستونزو څخه یاد کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

پای کې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د ګډونوالو ستونزې او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او له اړوندو مسؤولینو سره به یې شریکې کړي. همداراز نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې سترې پروژې د ترسره کېدو په حال کې دي او اسلامي امارت کوښښ کوي چې خلکو ته په هره برخه کې د کار کولو زمینه برابره شي او هېواد پر ځان بسیا شي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.