مولوي سیفالدین تائب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوي مسلکي مرستیال معرفۍ غونډه کې ګډون وکړ

مولوي سیفالدین تائب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوي مسلکي مرستیال معرفۍ غونډه کې ګډون وکړ
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نوي مسلکي مرستیال معرفت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
یکشنبه، صفرالمظفر ۹مه/ زمري ۱۲مه.
یاده غونډه د ارشاد حج او اوقافو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ چې په کې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیفالدین تائب، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، شیخ مولوي عارفالله عارف او مولوي ضیاءالرحمن مدني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیالانو، د لوګر والي او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی وو.
د غونډې پیل کې، مولوي سیفالدین تائب د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له خوا هغه حکم ولوست، چې په کې مولوي ضیاءالرحمن مدني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نوي مسلکي مرستیال په توګه ټاکل شوی و.
د امارت چارو انسجام مرستیال وویل؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نظام له مهمو وزارتونو څخه دی، چې د عامه ذهنونو د تنویر، منکراتو له منځه وړلو او د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې فعالیت کوي.
ښاغلي تائب د حج چارو ښه تنظیم، د مسجدونو امامانو مدیریت او د هېواد په کچه د مسجدونو جوړول د دې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.
په پای کې، مولوي ضیاءالرحمن مدني د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له باور څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې ور سپارل شوې چارې به په پوره پاملرنې او مشورې سره ترسره کړي.
یاده غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل او د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.