لوګر ولایت کې د برېښنا د تولید او پراختیا د دوه سترو پروژو پرانیستغونډه وشوه

لوګر ولایت کې د برېښنا د تولید او پراختیا د دوه سترو پروژو پرانیستغونډه وشوه

د لوګر ولایت محمد آغه ولسوالۍ کې د 40 مېګاواټه لمرېزې برېښنا د تولید دستګاه او د 126 مېګاواټه امپیر په ظرفیت سب سټېشن د 37 میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شو.

پنجشنبه، د صفر المظفر ۶مه، د زمري ۹مه.

یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د برېښنیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، د کابل ښاروال عبدالرشید بلوڅ او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: هر پرمختګ د هېواد ټولو خلکو ته د خوشحالۍ موقع برابروي، افغان ولس خوشبخته دی، چې د داسې اسلامي نظام څښتنان دي چې د کلونو جګړو او ناخوالو وروسته د اسلامي نظام ترڅنګ، له امنیت او پرمختګ څخه برخمن دی.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل: اسلامي نظام کې د هر چا لپاره د خدمت زمینه برابره ده او ټول په دې هڅه کې دي چې د سالم رقابت په موخه د هېواد د پرمختګ او آبادۍ هڅه وکړي.

نوموړي وویل: د اسلام او افغانستان دښمنان بیا په دې هڅه کې دي چې د پرمختگ خنډ وګرځي، مسلمانان او افغانان د خوښیو څخه محروم کړي، خو الحمد لله چې اوس اسلامي نظام او ملت ګډې موخې لري.

ملا عبدالغني برادر وویل: د خوښۍ ځای دی چې هېواد کې د پرمختگ شاهدان یو، افغانستان اوس داسې نظام لري چې ښه مدیریت یې کېږي، ورځ تر بلې د ډېرو پرمختیایي پروژو د شروع کېدو شاهدان یو.

نوموړي وویل: افغانستان کې د برېښنا بېلابېلې پروژې پلې شوي، چې د لمریزې برېښنا ترڅنګ د بادي برېښنا پروژې هم د پرمختګ په حال کې دي.

دغه غونډه د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.