د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي نظام کې مسؤولیت امتیاز نه، بلکې امانت ګڼل کېږي

د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي نظام کې مسؤولیت امتیاز نه، بلکې امانت ګڼل کېږي
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د چارو ادارې لوی ریاست نوي اداري او مالي مرستيال د معرفۍ غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه نن یکشنبه (محرم الحرام ۲۴مه/چنګاښ ۲۹مه) د نوي ټاکل شوي اداري او مالي مرستیال کاري دفتر کې جوړه شوه؛ چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د یادې ادارې داخلي ریاستونو رئیسانو او يو شمېر نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ اسلامي نظام کې مسؤولیت کوم امتیاز نه، بلکې امانت ګڼل کېږي. دلته چې هر چاته مسؤولیت ورکول کېږي، باید په اخلاص، تدبیر او تقوا سره یې اداء کړي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ مشوره، د کارکوونکو وړتیا پېژندنه او له هغوی څخه سمه ګټه اخیستنه په هر نظام کې د بریا راز ګڼل کېږي، مشر خپل کارکوونکي باید درک کړي، له هغوی سره مشوره وکړي او استعدادونه یې راویښ کړي.
نوموړي وویل؛ د مسؤولیت اداء کولو لپاره یوازې نیت کافي نه دی، بلکې پوهه، تدبیر او مشورې ته اړتیا ده. اسلامي نظام له هر مسؤول څخه غواړي چې خپل مسؤولیت په ښه توګه او د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم پر بنسټ، د قندهار ولایت مخکېنی د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست مرستیال مولوي سیدحسن شاهاغا د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی و؛ نن یې رسماً دنده پیل کړه.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.