د چارو ادارې لوی رئیس د سیرت النبي صلي الله علیه و سلم سیالۍ د پایلو په غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس د سیرت النبي صلي الله علیه و سلم سیالۍ د پایلو په غونډه کې ګډون وکړ
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د سیرت النبي صلي الله علیه وسلم سیالۍ د غوره ګډونوالو ستاینغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
شنبه، محرم الحرام ۱۶مه/چنګاښ ۲۱مه.
یاده غونډه چې د چارو ادارې لوس ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له خوا جوړه شوې وه؛ په کې د چارو ادارې لوی ریاست مرستیالانو، ګڼو ریاستونو رئیسانو او د نوموړې ادارې کارکوونکو ګډون کړی وو.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، خپلو خبرو کې وویل؛ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت مطالعه او تکرار، زموږ عقیده پیاوړې کوي او د هغې پایله کې زموږ ایمانونه ثابت او محفوظ پاتې کېږي.
د چارو ادارې لوی رئیس د مغرضو رسنیو هڅو ته په اشارې سره وویل: نن سبا موږ د عقیدې برخه کې له جدي ګواښونو سره مخ یو؛ سلګونه مغرضې رسنۍ هڅه کوي چې د مسلمانانو فکرونه او باورونه منحرف کړي.
همداراز نوموړي د سیرت نبوي صلی الله علیه وسلم برخه کې د لويو علماوو د اثارو او ژباړې د له پامه غورځېدو په اړه وویل؛
د نبوي سیرت او زموږ د علماوو د اثارو د ژباړې برخه کې چې څرنګه لازم او پکار و هغسې کار او هڅې ندي شوي.
له همدې امله، کله چې زموږ ځوانان د فکري تندې د ماتولو لپاره مطالعې ته مخه کوي، نو ډېری وخت د غرب ژباړل شوي کتابونه لولي.
د یادونې وړ ده چې د سیرت النبي صلي الله علیه وسلم په یاده سیالۍ کې، چې د چارو ادارې لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له خوا جوړه شوې وه، د دې ادارې لسګونه کارکوونکو ګډون کړی وو.
چې د سیالۍ پنځه تنه غوره او مخکښ ګډونوال په ډالیو ونازول شول.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.