یوه څلور پوړیزه ودانۍ خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه

یوه څلور پوړیزه ودانۍ خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه


‏د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست يوه څلور پوړیزه ودانۍ له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارله. یاده ودانۍ د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د غصب څخه د مخنیوي او د سرپرست د نشتون له امله مهرلاک شوې وه، د اسنادو له دقیقې څېړنې او د اصلي مالکیت له تثبیت وروسته خپل مالک ته تسلیم شوه.

پنجشنبه، ۱۴۴۷.هـ.ق. محرم الحرام ۱۴مه/۱۴۰۴.هـ.ش. چنګاښ ۱۹مه.
د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل‌محمد برهاني د یادې ودانۍ د سپارلو پر مهال وویل؛ چې دغه ودانۍ د مشخص مالک د نه شتون له امله او د غصب د مخنیوي په موخه، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له خوا مهرلاک شوې وه.

ښاغلي برهاني زیاته کړه چې د اسنادو له دقیقې څېړنې وروسته معلومه شوه چې ربابه د محمد زمان لور، چې د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکې او د دې ودانۍ قانوني مالکه ده. نوموړې ودانۍ د ګذر د وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې، د نوموړې استازي ته وسپارل شوه.

پوهاند شاه محمد بسمل، چې د ودانۍ د مالکې په استازیتوب يې خبرې کولې، د یاد ریاست د مسؤولینو له هڅو او همکارۍ مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې یاد ریاست تر دې دمه لسګونه کورونه او اپارتمانونه، د اسنادو له تثبیت او د اصلي مالکانو له پېژندلو وروسته بېرته هغوی ته سپارلي دي او د دې ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې دا لړۍ به روانه وي.