د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د راوړل شویو درملو د ارزونې پلاوي غړو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د راوړل شویو درملو د ارزونې پلاوي غړو سره ولیدل
د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ د بې له ثبت پرفورمه د ګمرک له لارې درملو د وارداتو د څېړنې پلاوي غونډه وشوه.
چهارشنبه، محرم الحرام ۱۳مه/چنګاښ ۱۸مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نورمحمد حیدري، د ریاست الوزراء عالي مقام د یاد حکم په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل؛ ورپسې د پلاوي غړو د کندهار ولایت له لارې د ګمرکي پرفورم پرته درملو د وارداتو مخنیوي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.
پای کې، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د پلاوي د غړو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پرېکړه یې وکړه چې د یاد پلاوي غړي دې کندهار ولایت ته سفر وکړي او د یادې موضوع ټول اړخونه دې وڅېړي؛ ترڅو د ځمکني او هوايي ګمرک له لارې د پرفورم پرته درملو د وارداتو د مخنیوي لپاره یو بنسټیز حل وموندل شي او راپور دې د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.