یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري، د امنیتي مسؤولینو په حضور کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
سهشنبه، محرم الحرام ۱۲مه/چنګاښ۱۷مه
د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني وویل: دا اپارتمان د اصلي مالک د نه شتون او بې سرپرستۍ له امله د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا خوندي ساتل کېده، د اسنادو او شواهدو تر ارزونې وروسته، یاد اپارتمان اصلي مالک ته وسپارل شو.
امینالله امین، د محمد امین زوی د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی، چې د اپارتمان اصلي مالک دی، د چارو ادارې لوی ریاست له مسؤولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د خپل اپارتمان د تر لاسه کولو لپاره مې یاد ریاست ته عریضه کړې وه او دوی تر ارزونې وروسته، نن اپارتمان له ټولو لوازمو سره یو ځای راته وسپاره.
باید وویل شي چې د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست، د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر اوسه له ۱۷۰ زیات کورونه او اپارتمانونه خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا بهیر لا هم روان دی.