د لويو پروژو په تطبيق کې د ځمکو استملاک ستونزو د حل په اړه غونډه وشوه

د لويو پروژو د تطبيق پر وړاندې د ځمکو د استملاک له پلوه د شته خنډونو د لمنځه وړلو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدايت د تحقق په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوى رياست د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د فوايد عامې، ښار جوړونې او اراضۍ وزارتونو او د اوبو د چارو تنظيم ملي ادارې استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د فوايد عامې وزارت او اوبو د چارو تنظيم ملي ادارې استازو د خپلو اړوندو لويو ملي پروژو د تطبيق پر وړاندې د ځمکو د استملاک بهير خنډونه بيان او په حلولو کې يې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مرستې غوښتنه وکړه.
دوی، د بېلګې په توګه د کابل شکر درې د شاه و عروس، للندر بند شاتوت او د هلمند د کجکي برېښنا بندونه، د فارياب پښتون کوټ ولسوالۍ دهن دره برښنا بند، د قیصار- لامان حلقوي سړک پروژه، د کابل حلقوي سړک او يو شمېر نورو لويو پروژو يادونه وکړه، چې د نږدې او لازمو ځمکو د استملاک بهير د ستونزو له کبله يې د تطبيق چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي.
په غونډه کې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت استازي مؤظف شول، چې د يادو او نورو ملي پروژو د تطبيق پر وړاندې د ځمکو د استملاک خنډونه ژر تر ژره حل او په دې اړه د جلالتماب جمهور رئیس د حکم د تطبيق راپور د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره شريک کړي.