26 غبرګولی 1404
د کابینې دوه ویشتمه غونډه: د سیندونو د حریم ټاکلو او سیلانیانو ته د چوپړتیاو وړاندې کولو اړوند بحث وشو

د کابینې دوه ویشتمه غونډه: د سیندونو د حریم ټاکلو او سیلانیانو ته د چوپړتیاو وړاندې کولو اړوند بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوه ویشتمه غونډه د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په نولسمه نېټه تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي مسائلو بحث او پریکړې وشوې.
غونډه کې د سیندونو د حریم، سرسبزۍ او دې سیمو ته د ورتلونکو سیلانیانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث ترسره شو چې ټاکلي پلاوي ته دنده وسپارل شوه؛ ترڅو اړوند ادارات مکلف کړي چې خپله برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.