د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو د انسجام په اړه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو د همغږۍ شورا غړو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د سلاکارانو او حقیقت موندنکو کمیسیونونو د ریاست په کوربه توب د چارو ادارې د دولت د انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل سره د کاري همغږۍ په تړاو غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو په استازیتوب: بهاالدین امیري، محمد موسی هوتک، محمد سالم حسني، ریاض احمد حیات، محمد انورجګدلک او نجیب الله کابلي خبرې وکړې.
دوی د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو د همغږۍ شورا د جوړیدو او کاري طرزالعمل په تړاو د خبرو ترڅنګ په سولې بهیر کې د جمهوریت د دفاع په موخه د ملي انسجام د پياوړتیا ډاډ ورکړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو د فعالیتونو څخه قدردانۍ وکړه وې وویل، چې د چارو ادارې لوی ریاست به دوی سره د همغږۍ د میاشتینیو غونډو د جوړولو ترڅنګ، د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته لازمه رسیده ګي وکړي.