د دولتي چارواکو د شتمنيو د ثبت په تړاو د اطلاعاتو تبادلې په موخه د شبکې جوړولو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رياست د شتمنيو د ثبت او څېړنې ادارې لخوا د شپاړس دولتي ادارو په استازيتوب د دولتي چارواکو او واجد شرايط مامورينو د شتمنيو د ثبت په تړاو د معلوماتو تبادلې شبکې جوړولو د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه غونډه کې، د شبکې ماموريت، د شبکې موخو، د شبکې د غړو مکلفيتونو، د اطلاعاتو او معلوماتو د تبادلې چټکتيا لپاره د ګډ ميکانيزم په جوړلو په اړه بحث او تبادل نظر وشو.