د امارت چارو انسجام مرستيال د صالح کاکړ درملو توليدي فابريکې څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب د يؤ تخنيکي ټيم په ملتيا د خوړو او درملو توليدي فابريکو د درملو د کنټرول او کيفيت په موخه د صلاح کاکړ درملو توليدي فابريکې څخه ليدنه ترسره کړه.
چهارشنبه، ذوالقعده ۲۳مه/ غوايي ۳۱مه. دغه لیدنه نن د امارت چارو انسجام مرستيال په مشرۍ تر سره شوه چې په کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي چارو مرستیال ډاکټر ملا زين العابدين عابد، د چارو ادارې لوی ریاست، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د خوړو او درملو معينيت استازو هم حضور درلود.
د نوموړې فابريکې مسؤولينو سره ليدنه کې د امارت چارو انسجام مرستيال وويل؛ چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی ټولو امارتي مسؤولينو ته لارښوونه کړې چې صنعتکارانو ته د پانګونې ښه فرصت برابر کړي، په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت مسؤولين شپه او ورځ هڅه کوي؛ ترڅو صنعتکارانو ته د پانګونې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
مولوي سيف الدین تائب د نوموړې فابريکې مسؤولينو څخه غوښتنه وکړه؛ ترڅو په ښه کيفيت او مناسب نرخ هيوادوالو ته درمل وړاندې کړي اؤ په وينا يې د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې د صنعت ټولې برخې په ځانګړي ډول د خوړو او درملو برخه لا پياوړې شي؛ ترڅو راتلونکي کې په نړيوال معيار برابر توليدات ولرو او نړيوال بازار ته لاسرسی پيدا کړو.
همداراز د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دغې فابريکې څخه د ليدنې هدف د درملو د کيفيت کنټرول او د صنعت کارانو ستونزو او مشکلاتو ته رسيدګي ياده کړه او په وينا یې چې د هیواد فابريکې بايد لا ډېرې تقويه او ظرفيت یې لوړ شي؛ ترڅو د درملو برخه کې له بهرنۍ تکيې څخه خلاص شو.
ورپسې د نوموړې فابريکې مسؤولينو د امارت چارو انسجام مرستيال په مشرۍ راغلي تخنيکي ټيم ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغې فابريکې اړوند ځينې ستونزې شريکې کړې او ښاغلي تائب څخه یې وغوښتل چې باید اسلامي امارت د درملو د توليد فابريکو لپاره يو داسې طرزالعمل رامنځته کړي چې د صنعتکارانو د اسانتياوو باعث وګرځي.
پای کې د امارت چارو انسجام مرستيال او تخنيکي ټيم له لوري د یادې فابريکې د دوا جوړولو مشينري، خامو موادو ګودام، قرنطين ساحه، لابراتوار، ليبلنګ، بسته بندي او درملو کيفيت ارزونه ترسره شوه چې د ښاغلي تائب له لوري ورته د درملو کيفيت د لا ښه کولو اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.