د اطلاعتو او کلتور وزارت د نشراتي معینیت کمیسیونونو د کلنیو فعالیتونو راپور غونډه وشوه

یاده غونډه کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې، د کتاب ارزونې، د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیونونو د فعاليتونو راپور له رسنيو سره شريک شو.

دا غونډه چهارشنبه ذوالقعده 8مه/ غویي 17مه، د اطلاعات او کلتور د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي او یو شمېر نورو مسؤولینو گډون درلود.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: فکري او عقیدوي جګړې اوس پياوړې شوي، د اطلاعات او کلتور وزارت په دې برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده؛ تر څو د مسلمه امت عقاید له دښمنانو خوندي پاتې شي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه: چې اسلام یو بشپړ او کامل دین دی، چې په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي برخو کې هر اړخیز اصول او احکام لري. پخواني اسلامي نظامونه او خلافتونه د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ لپاره د عدل، ثبات او پرمختګ الګو او نمونې پاتې دي.


د خپرونو چارو معين زیاته کړه: په تېرو څلورو لسیزو کې یوازې نظامي نه، بلکې فکري او کلتوري یرغل هم شوی و، چې موخه یې د افغانانو ارزښتونه بدلول وو؛ خو د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره به دا موضوعات په ژوره توګه وڅېړل شي او د ټولنې په ګټه به پرېکړې کېږي.
‏‪
غونډه د قرآنکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.