د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د يو تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت والي شیخ شیر احمد حقاني، مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل، ښاروال مولوي رحمت الله شهامت، د علماوو شورا غړو، امنیه قومندان، ولسوالانو او ولایتي ادارو مسؤولینو سره ولیدل.
دغه لیدنه چې نن دوشنبه (ذي القعده ۷مه/ غوایي ۱۵مه) د لغمان ولایت مقام د غونډو تالار کې د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو پیل شوه، په کې د مهترلام ښاروال د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس په مشرۍ ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل؛ د شکر ځای دی چې الله تعالی افغانان له داسې يو حکومت څخه برخمن کړل چې رهبرۍ يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ولس خدمت ته ملا تړلې او له ولسونو څخه يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د خپل نظام د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي اخندزاده دغه ولایت ته د خپل سفر موخه د امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پراختیا، د ښاروالیو حقوقي حیثیت تشریح کول او د ښاروالیو فعالیتونه ارزول یاد کړل او زياته يې کړه چې د ښاروالۍ عواید د خلکو پیسې دي چې له خلکو څخه په اصولي طریقه راټوليږي او په پلاني ساحو کې پرې خلکو ته ښاري خدمات او پراختيايي پروژې تطبیقیږي.
نوموړي د ښاروالۍ له مسؤولینو وغوښتل چې د چارو د لا روڼتيا په موخه ولس ته د حساب ورکولو غونډې جوړې کړي او هغوی ته د ترلاسه شويو عوايدو د بېرته لګښتونو په اړه معلومات ورکړي او همداراز یې له ولایتي مسؤولینو څخه په ولايتي ادارو باندې د صفایي د پاتې محصول تأديه کولو، د ښاروالۍ ملکیتونو په سپارلو او ښاري پلان د تطبیق برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دې لیدنه کې د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني د ښارواليو د فعاليتونو برخه کې له خپل اړخه د اصولي همکارۍ ژمنه وکړه او ترڅنګ يې په امارتي ادارو کې پر شفافیت، د فساد مخنيوي او دندو کې مسلکي او ژمنو اشخاصو په ګمارنه ټينګار وکړ، هغه زياته کړه چې هر مسؤول بايد خلکو ته د خیر رسولو او نظام پياوړتيا فکر ولري.
د یادونې وړ ده چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس په مشرۍ تخنیکي پلاوي د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتي قراردادونو، عوایدو، محاسبې، ټرانسپورټ، سکتوري، د تنظیف او کارکوونکو چارو اړوند اسناد وڅېړل، مسؤولین يې خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړل او د ښاغلي اخندزاده له لوري ورته د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
دا غونډه د خیر په دعاء پای ته ورسېده.