ننګرهار ولایت د صلاح الدین ایوبي مارکېټ پروژې قرارداد لاسلیک شو

ننګرهار ولایت د صلاح الدین ایوبي مارکېټ پروژې قرارداد لاسلیک شو

ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ پروژې قرارداد د لاسلیک په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ، د مالیې وزارت او فقیر محمد رحماني شرکت د استازو په ګډون غونډه وشوه.

نن یکشنبه (ذي القعدې شپږمه/غوایي ۱۴مه)

غونډه کې مولوي عبدالباري عاطف وویل چې په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې، هغه سوداګر چې په هېواد کې پانګونه کوي او په دې سره د خلکو ستونزې را کموي، د قدردانۍ وړ او د اسلامي امارت له ملاتړ څخه برخمن دي. نوموړي له قرارداد کوونکي شرکت څخه وغوښتل چې پروژه باید د قرارداد له شرایطو سره سمه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس، مولوي انجنیر احمدضیاء خالد د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل په یاده پروژه له ۶۰۰ میلیونه افغانۍ زیاته پانګونه کېږي، دا مارکېټ به د عامه او خصوصي مشارکت پر بنسټ په ۱۸ پوړیزه بڼه جوړ شي.

په یاده ناسته کې مولوي دوست محمد مخلص، د مالیې وزارت اداري مرستیال، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست له هڅو مننه وکړه او ویې ویل؛ یاده پروژه به د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ۱۲ کلونو په موده کې بشپړه شي، چې ۵۵ سلنه ګټه یې اسلامي امارت او ۴۵ سلنه شرکت ته ځانګړې شوې.


حاجي محمد اکبر، د فقیر محمد رحماني شرکت استازي، د اسلامي امارت د مسؤولینو له همکارۍ خوښي وښوده او ویې ویل چې شرکت ژمن دی پروژه د معیارونو سره سمه تطبیق کړي.

په پای کې د صلاح الدین ایوبي مارکېټ پروژې قرارداد د چارو ادارې لوی ریاست د مسؤولینو او د یاد شرکت د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

ناسته چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.